د کراچۍ احتساب عدالتونو يو مياشت کښې د درې اربو نه زيات د کرپشن ريفرنسونه واپس نيب ته استولي او په ريفرنسونو کښې د نيول شوؤ ټولو ملزمانو ضمانتونه ئې منظور کړي دي

0
51

باغي ټي وی رپورټ

د کراچۍ احتساب عدالتونو يو مياشت کښې د درې اربو نه زيات د کرپشن ريفرنسونه واپس نيب ته استولي او په ريفرنسونو کښې د نيول شوؤ ټولو ملزمانو ضمانتونه ئې منظور کړي دي۔

د احتساب عدالتونو باندې د کار فشار ختم شو، د کراچۍ احتساب عدالتونو د نيب ترمېنځه يو مياشت کښې د درې اربه نه زيات د کرپشن ريفرنسونه واپس نيب ته استولي دي، عدالتونو په ريفرنسونو کښې د ګرفتار ټولو ملزمانو ضمانتونه منظور کړي دي بیرته نیب ته لیږل شوی.

عدالت په خپل حکم کښې وئيلي دي چې واپس لېږلې شوې ټولو ريفرنسونو کښې د کرپشن رقم تر 500 ميليونه کم وو.

عدالت د اردو يونيورسټۍ کښې د سل ميليونو نه زيات کرپشن ريفرنس هم واپس استولې دې، د اردو يونيورسټئ پخوانې وائس چانسلر ډاکټر ظفر اقبال او نور نامزد کسان ملزمان کښې شامل دي۔

عدالت د پخواني ډي جي جي ډي اے ناصر عباس او نورو په ضد هم ريفرنسونه نيب ته واپس استولي دي، د ناصر عباس او نورو په ضد د 354 او 200 ملينو روپو د کرپشن ريفرنسونه اوريدنه روانه ده، په دي ريفرنسونو کښي پخواني ډي جي جي ډي اے ناصر عباس فرار دي۔

عدالت نيب ته هدايات ورکړے چې د مفرور ملزمانو په ضد دې د قانون مطابق کارروائي وکړي۔

عدالت د معذوره ماشومانو فنډز کښې د ٢٥٠ ميليونو کرپشن، د زمکو په غيرقانوني الاټنس، نېشنل بينک کښې د ٤٠٠ ميليونو غبن کولو ريفرنس هم نيب ته واپس وليږلو.

Leave a reply