په هېواد کې د سرو زرو په بيه کې له پرله پسې ١١ ورځو زياتوالي وروسته د زرو کلدارو بيه راټيټه شوې ده
باغی ټي وی رپورټ
په هېواد کې د سرو زرو په بيه کې له پرله پسې ١١ ورځو زياتوالي وروسته د زرو کلدارو بيه راټيټه شوې ده.
په پاکستان کې د سرو زرو بیه د جنورۍ له ۲۰مې نیټې راهیسې په پرله پسې ډول لوړیږي او د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د یو توله سره زر په دوه لکه لس زره ۵۰۰ روپۍ بیه پورته شوه.
د جنورۍ په 31 مه د يو تول سرو زرو بيه 9 زره کلدارې راټيټه شوې او اوس نوې بيه دوه لاکه 1 زره 500 روپۍ ده. د ۱۰ ګرامه سرو زرو بيه د ۷ زره ۷۱۶ کلدارو له کمېدو وروسته ۱ لاکه ۷۲ زره ۷۵۴ روپۍ شوه.
د سپينو زرو په بيه کې هم د تېرې شنبې په پرتله ٥٠ افغانۍ کمې شوې، چې له دې وروسته يې د تول بيه ٢٢٥٠ روپې شوه.
د اسعارو په نړيوال بازار کې د سرو زرو بيه له ٢٢ ډالرو څخه ١٩٠٢ ډالرو ته راټيټه شوې ده