د سپریم کورټ جسټس قاضي فائز عیسی د یوې مقدمې د اورېدنې په مهال پوښتنه کړې ده چې تر کومه به مونږ د ترهګرو نه وېرېږو

0
225

باغی ټی وی رپورټ
د سپریم کورټ جسټس قاضي فائز عیسی د یوې مقدمې د اورېدنې په مهال پوښتنه کړې ده چې تر کومه به مونږ د ترهګرو نه وېرېږو؟

په سپريم کورټ کې د يوې مقدمې اورېدنې په مهال جسټس قاضي فائز عيسي د پېښور ځانمرګي بريد په اړه مهم ريمارکسونه ورکړي او ويلي يې دي چې ترهګرو ته دا ورکول کېږي او کله کله له ترهګرو سره د خبرو کولو خبره کېږي. دولت چیرته دی؟ ولې له ترهګرو سره خبرې روانې دي؟

هغه زیاته کړه، چې نن به ترهګر دوه کسان وژني، سبا به پنځه کسان وژني، نه پوهېږم په کومه ټولنه کې ژوند کوو، تر څو به له ترهګرو وېرېږو؟

جسټس قاضي فائز عیسی دا هم وویل چې کوم جج چې د ترهگرۍ پېښې رپورټ ورکړی هغه په ​​کثافاتو کې اچول شوی دی.

د سترې محکمې یوه جګپوړي قاضي ویلي، چې د اوږدې ږیرې درلودل یو څوک نه مسلمان او نه ښه سړی کوي، هیڅوک پروا نه کوي چې زموږ یو قاضي ووژل شو.

ياده دې وي چې دوه ورځې وړاندې د پېښور پوليس لائنز په جومات کې په ځانمرګي بريد کې د شهيدانو شمېره ١٠٢ ته رسېدلې او له ٢٠٠ نه زيات ټپيان شوي دي.

Leave a reply