د پیښور او تورخم لویه لار د بجلۍ د نشتوالي له امله ځایی ښځو د احتجاج په توګه تړلې ده

0
80

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کښې په تاریخي خیبر پاس باندې د بریښنا د نشتوالي له امله ځایی خلقو او ښځینه غړو د پیښور او تورخم لویه لار تړلې ده.
دا ځایی سرجنیو مطابق د لنډیکوتل په خیبر سلطان خیلو سیمو کشې ښځو لویه لار بنده کړې ده.
ښځو غوښتنه کړې چې په سیمه کښې د بجلۍ اوږد لوډشیډنګ دوام لري چې له امله ی په سیمه کښې د اوبو کمښت هم پیدا شوې ده.
بل لورې په لنډیکوتل تحصیل کښې د بریښنا د ستونزې په اړه د مشرانو یوه جرګه شوې ده، د جرګې غړیو ټیسکو مشرانو ته ډیډلاین ورکړې دې چې به ۳ ورځو کښې د بریښنا هغه زوړ شیډول عملي کړي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې ټیسکو یو بیان جاري کړې وو چې په ضلع خیبر کښې به وس په ۲۴ ساعتونو کښې ۲ ساعته بجلي خلقو ته پریشودل شي. ځایی اولس دې پریکړې ته سخت غبرګون ښودلې او ددې پریکړې د واپس اخستلو غوښتنه ی کړې ده.ږ

Leave a reply