د لاهور هائي کورټ د رستورانونو کاري ساعتونه یو ساعت نور هم وغځول
باغی ټی وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ د رستورانونو کاري ساعتونه یو ساعت نور هم وغځول.
د لاهور هائي کورټ جسټس شاهد کريم د سموګ کيس د تيري اوريدنې فيصله جاري کړې وه چې پکښې عدالت د ريستورانونو د کار ساعتونه يو ساعت زيات کړي وو.
محکمې په خپله پریکړه کې ویلي چې رستورانتونه د شپې تر 11 بجو پورې د خلاصیدو اجازه لري او د کور ډیلیوری خدمت به د غرمې تر 12:30 بجو دوام ولري.
عدالت ټریفک پولیس ته په سړکونو د ټریفک معلوماتو لپاره د ټیلیفون نمبرونو ورکولو هدایت کړی او د ماحولیات سیکرټري نه ئي د سموګ ختمولو لپاره د اقداماتو په اړه رپورټ غوښتې دې.