وزیراعظم شهباز شريف په تېرو لسو کلونو کې په خېبرپښتونخوا د وفاقي حکومت څخه د ترلاسه کړو پيسو په استعمال سوالونه پورته کړي دي

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد:د وفاقي کابينې غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف په تېرو لسو کلونو کې د خېبرپښتونخوا د وفاقي حکومت څخه د ترلاسه کړو پيسو په استعمال سوالونه پورته کړل.

هغه وويل خيبرپښتونخوا ته ٤١٧ اربه روپۍ ورکړل شوي دي، دغه ٤١٧ اربه روپۍ چرته استعمال شوې؟ ویل کېږي چې موږ پیسې نه دي اخیستي، خو دوی هر کال ۴۰ میلیارده ډالر ترلاسه کوي، دا پیسې باید د پولیسو او امنیتي ځواکونو د اصلاح لپاره ولګول شي، خو خدای خبر چې دا پیسې چیرته لاړې.

وزيراعظم وويل خېبرپښتونخوا هر کال څلويښت اربه روپۍ ترلاسه کوي بل هيڅ صوبې دومره پيسې نۀ دي ترلاسه کړي، ټولو څلورو صوبو دا پيسې په ګډه ورکړي، څوک نۀ پوهيږي چې دغه پيسې چرته لاړې، خيبرپښتونخوا دتيرو لسو کلونو راهسې دترهگرو په رحم کې پاتې شوې. هلته له تېرو لسو کلونو راهیسې د تحریک انصاف حکومت وو.

شهبازشريف زياته کړه چې د ترهه ګرۍ لعنت يو ځل بيا مخ په زياتيدو دے، سوال دا دے چې دا ترهګر بيا چا راوستل؟ د پاکستان سوله بیا څنګه ګډوډ شوه؟ چا وویل چې دوی جهادیان او د پاکستان ملګري دي؟ چا وویل چې دې کسانو خپلې وسلې پر ځمکه ایښي او د هیواد په پرمختګ کې به ونډه اخلي؟

لومړي وزیر د ګډو هڅو له لارې د ترهګرۍ د له منځه وړلو ژمنه وکړه او ویې ویل چې که سمدستي اقدامات ونه کړل شي په پاکستان کې به ترهګري خپره شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网