د پاکستان تحريک انصاف چيرمين عمران خان د خپلې مبينه لور تيريان د پټولو په کيس کښې اسلام آباد هائي کورټ کښې تحريري ځواب جمع کړے دے۔

0
101

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيرمين عمران خان د خپلې مبينه لور تيريان د پټولو په کيس کښې اسلام آباد هائي کورټ کښې تحريري ځواب جمع کړے دے۔

اسلام آباد هائي کورټ کښې د خپلې نااهلۍ په اړه د عمران خان لخوا جمع کړي شوي تحريري جواب کښې وئيلي شوي دي چې هغه د اسمبلۍ غړي په توګه خپله عهده پريښې ده او اوسنۍ اسمبلۍ کښې د شامليدو هيڅ اراده نه لري۔ ځکه چې د نااهلۍ درخواست د اوریدلو وړ نه دی، نو د اسلام آباد های کورټ دا درخواست نشي اوریدلی.
په تحريري جواب کښې وئيلي شوي دي چې اسلام آباد هائي کورټ د آئيني دائره کار لاندې د عمران خان د هيڅ قسمه بيان جائزه نه شي اخستې ولې د حلف نامې د بيا کتنې لپاره د شاهدانو او ثبوتونو په مجاز فورم کښې جرح کول پکار دي۔

عمران خان اسلام آباد هائي کورټ کښې جمع کړې شوي خپل تحريري ځواب کښې د ټیریان د پلار څخه انکار یا تایید په اړه کوم ځواب نه دے ورکړے. د تحريک انصاف د چيئرمېن په تحريري جواب کښې وئيلي شوي دي چې د اسلام آباد هائي کورټ څلور ججانو وړاندې د مقدمې اورېدنې نه معذرت کړی وو، عبدالوهاب بلوچ وړاندې هم په همدې مسله درخواست جمع کړی وو.
د ۲۰۱۸م کال د اګست په لومړۍ نېټه، جسټس عامر فاروق د دې مقدمې اورېدنې څخه ځان ګوښه کړی ؤ، کومو ججانو چې د مقدمې نه ځان ګوښه کړی ؤ هغه بيا نه شي اورېدلی.

Leave a reply