د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې مونږ چې چا څخه مجاهدين جوړ کړل هغه اوس ترهګر جوړ شوي دي.

0
100

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې مونږ چې چا څخه مجاهدين جوړ کړل هغه اوس ترهګر جوړ شوي دي.

قومي اسمبلۍ ته د وينا په مهال رانا ثناء الله وويل مونږ بايد اعتراف وکړو چې په قومي کچه مونږ خطا کړې ده، مونږ بايد د چا په جنګ کې اوزار نۀ وى جوړ شوى.
ده ووئيل چې وزيراعظم، آرمي چيف او ډي جي آئي اېس آئي به پارليمنټ ته راځي، دا ايوان به پاليسۍ ورکوي نه چې حكومت پرې عمل كوي۔

هغه وويل هغه ترهگر چې دعمران په حکومت کې دمرگ سزا اورول شوې وه هم خوشې کړل شوي دي.

دکورنيو چارو وفاقي وزير وويل دپيښور په پيښه کې تر دې مهاله يو سل کسان شهيدان شوي دي چې پکې درې ملکيان او ٩٧ پوليس افسران او ځوانان شامل دي.

ياده دي وي چي پيښور کښي د پوليس لائنز دننه په يو جومات کښي د ځانمرګي بريد له وجي سل کسان شهيدان او تر ١٤٠ نه زيات ژوبل شوي دي چي ژوبل شوي کسان په مختلفو هسپتالونو کښي تر علاج لاندي دي۔

Leave a reply