د پاکستان فوځ سرلښکر جنرال عاصم منير وئيلي دي چې غير اخلاقي او بزدلانه اقدامات د ولس عزم نه شي خرابولې.

0
127

باغی ټي وي رپورټ
راولپنډۍ: د فوځ سرلښکر جنرال عاصم منير وئيلي دي چې غير اخلاقي او بزدلانه اقدامات د ولس عزم نه شي خرابولې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) له مخې د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ کې د کمانډرانو غونډه وشوه چې پکې برخه والو ته د اوسنیو او رامنځته کېدونکو ګواښونو په اړه تفصیلي بریفنګ ورکړل شو.
د آئي ايس پي آر ترمخه کور کمانډرانو د پيښور پوليس لائنز شهيدانو ته خراج تحسين وړاندې کړے او وئيلي ئي دي چي د پوليس لائنز بمي چاودنه کښي ککړ کسان به عدالت ته راوستل شي۔

کورک کمانډر ته په خطاب کې دپوځ سرلښکر وويل غير اخلاقي او بزدلانه عملونه دقوم عزم نه شي کمزورى کولى، بزدلانه عملونه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دکاميابۍ عزم پياوړى کوي، بزدلانه عملونه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دزيرو زغم وړ نۀ دي او دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دبرياليتوب عزم مضبوطوي.

دپوځ سرلښکر دترهه گرۍ په ضد کارروائيو ته دتوجه جاري ساتلو هدايت وکړو اؤ وې وئيل چې دترهه گرۍ په ضد عمليات بايد دوامداره امن ترلاسه کولو پورې جاري وساتل شي.

د آئي ايس پي آر ترمخه کانفرنس کښې د ترهه ګرو او د هغوي د ملاتړي ميکانيزم ختمولو لپاره د عملياتو په اړه بريفنګ هم ورکړے شو او د مقبوضه کشمير په صورتحال هم بريفنګ ورکړے شو۔

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي فورم د مقبوضه کشمير د ډيموګرافي بدلولو لپاره د هندوستان د ارادې نوټس واخستو، فورم په مقبوضه کشمير کښې د بشري حقونو خلاف ورزي هم نوټس واخستو او د کشميريانو د آزادۍ د مبارزې د خپل ملاتړ څرګندونه ئي وکړه۔

Leave a reply