د عمران خان پشمول د پي ټي آئي مشرانو په ضد د اليکشن کميشن او چيف اليکشن کميشنر د توهين عدالت کيس اوریدنه به نن کيږي۔

0
85

باغي ټي وي رپورټ
د عمران خان پشمول د پي ټي آئي مشرانو په ضد د اليکشن کميشن او چيف اليکشن کميشنر د توهين عدالت کيس اوریدنه به نن کيږي۔

په تير اوريدنه کې د پي ټي آئي وکيل د عمران خان، اسد عمر او فواد چوهدري نن حاضري يقيني کړې وه۔

تيره ورځ اوريدنه کښې د پي ټي آئي وکيل د غړي نثار دراني په مشرۍ کښې څلور کسيزه بينچ ته وئيلي وو چې فواد چوهدري په کراچۍ کښې دي، اسد عمر هم له ښاره بهر دی، عمران خان زخمي دی نو د حاضري نه دې استثنيٰ درخواست کوي۔
د کميسون غړي وويل چې تر څه وخته پورې به له حاضرۍ مستثنا وي؟ ایا دا د لویو خلکو قانوني مسؤلیت نه دی چې حاضر شي، موږ یې وارنټ صادروو، بیا عالي محکمې هغه وځنډوي او بیا وايي چې کاروايي ته دوام ورکړئ.

د کميسون غړي وويل چې په دريوؤ کسانو د فرد جرم لگول پکار دي نو ورته يې وويل چې راشئ که نه راشئ نو د ٥١٢ لاندې به مفرور اعلان کړو او په غياب کې به کارروائي پيل کړو.

د پي ټي آئي وکيل نويد انجم وئيلي دي چي هغه به راتلونکي سماعت کښي حاضر شي، اليکشن کميشن د کيسونو اوريدنه تر فرورۍ پورې ځنډولې وه.

Leave a reply