د انفلاسیون ځپلو خلکو ته یو بل ټکان ورکولو سره، حکومت د مایع پټرولیم ګاز (ایل پی جی) د کورني سلنډر بیه لوړه کړې

0
90

باغي ټي وي رپورټ
د انفلاسیون ځپلو خلکو ته یو بل ټکان ورکولو سره، حکومت د مایع پټرولیم ګاز (ایل پی جی) د کورني سلنډر بیه لوړه کړې.

د تیلو او ګیس ریګولیټري اتھارټی (اوګرا) د کورنی ایل پی جی سلنډر بیه زیاتولو نوټیفیکیشن جاری کړی دی.

د نوټيفيکيشن له مخې د 11.8 کلوګرامه ايل پي جي د کورني سلنډر په بيه کښې 703 روپۍ 24 پيسې زياتوالى راغلى دى.
د کورني LPG سلنډر په نرخ کې زیاتوالی به د فبروري له لومړۍ نیټې څخه نافذ شي.

د ایل پي جی د فی کلو قیمت 263 روپۍ 95 روپۍ ته رسیدلی، د دې زیاتوالي وروستو د 11.8 کلوګرام کورني سلنډر بیه 3 زره 114 روپۍ 67 پیسې ټاکل شوې ده.

د جنورۍ په میاشت کې د فی کلو ایل پی جی بیه 204 روپۍ 35 پیسې وه، په دې میاشت کې د کورنی ایل پی جی سلنډر قیمت 2 زره 411 روپۍ 43 پیسې وې.

Leave a reply