د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ رشید د اصف زرداري پر ضد له خپلو تورونو څخه په شا شو.

0
101

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ رشید د اصف زرداري پر ضد له خپلو تورونو څخه په شا شو.

د اسلام اباد په ابپاره پوليس سټيشن کې د شيخ رشيد لخوا جمع کړل شوي ځواب کې ويل شوي چې اصف زرداري د عمران خان د وژنې پړه په ځان نه ده اچولې، د عمران خان د بيان حواله شوې ده.

پولیسو ته په خپل ځواب کې هغه وویل، “زه په دې قضیه کې هیڅ ثبوت نه لرم او نه زما سره تړاو لري.”بل لوري ته د اسلام اباد پوليسو د شيخ رشيد لخوا جمع شوي ځواب رد کړی دی.

د اسلام اباد پولیس وايي شیخ رشید ته به د شخصي حاضرۍ نوټس جاري کړی شي او سبا مازدیګر څلور بجې به حاضر شي.

Leave a reply