هند کالعدم تحريک طالبان پاکستان ته هر ډول روزنه ورکوي او چمتو کوی ی چې په پاکستان کښې بریدونه ترسره کړي: وزیردفاع خواجه آصف

0
111

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزير خواجه اصف ويلي دي چې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان بريدونه له پاکستانه څخه نه ترسر کیږي، د کالعدم ټي ټي پي مشران په افغانستان کې د پاکستان پولې ته څېرمه ناست دي.

د جيو نيوز پروګرام “نن شاهزيب خانزاده سره” کې د خبرو پر مهال خواجه اصف وويل، موږ ته د هغوی ځای معلوم دی، هند کالعدم تحريک طالبان ته هر ډول روزنه ورکوي او چمتو کوی ی چې په پاکستان کښې بریدونه ترسره کړي.

هغه وويل، چې له کابل سره په تماس کې دي او د هغوى ځواب هڅوونکى دى، د پېښور له بريد وروسته ټول ښکېل اړخونه په يوه خوله دي.
هغه وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د ملي امنیت د کمیټې غونډه هم جوړه شي او یوه ګډه پالیسي به اعلان کړي.

ياده دي وي چي پيښور کښي د پوليس لائنز دننه په يو جومات کښي د ځانمرګي بريد له وجي سل کسان شهيدان او تر ١٤٠ نه زيات ژوبل شوي دي چي ژوبل شوي کسان په مختلفو هسپتالونو کښي تر علاج لاندي دي۔

Leave a reply