د پيښور پوليس لائنز چاودنه کښې د شهيدانو شميره سل ۱۰۰ ته رسيدلې ده

0
84

باغي ټي وي رپورټ
د پيښور پوليس لائنز چاودنه کښې د شهيدانو شميره سل ته رسيدلې ده۔

د پيښور د ليډي ريډنګ هسپتال وياند وئيلي دي چي تر اوسه پوري هسپتال ته سل مړي راوړل شوي دي۔

ویاند وايي، ۵۳ ټپیان تر درملنې لاندې دي، چې له ډلې یې ۷ تنه په ICU کې دي، چې ټولو ټپيانو ته د درملنې اسانتیاوې برابرې دي.
د چارواکو په وینا د جومات له ملبې لاندې د نورو کسانو د را ایستلو لپاره عملیات روان دي او په سیمه کې د لټون عملیات هم روان دي.

نوید اختر، د ریسکیو 1122 پیښور ضلعی ایمرجنسي افسر وايي، دا نه شي ویلای چې دا عملیات به په څومره وخت کې بشپړ شي.

کالعدم تحریک طالبان پاکستان د پولیس لائنز د بمی چاودنی ذمه واري منلې ده.

Leave a reply