د پاکستان د علماوو د شورا مشر حافظ طاهراشرفي وايي، د هغو نجونو شواهد باید وړاندې شي چې په زوره اسلام ته اړول شوي دي

0
59

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د علماوو د شورا مشر حافظ طاهراشرفي وايي، د هغو نجونو شواهد باید وړاندې شي چې په زوره اسلام ته اړول شوي دي.

په اسلام اباد کې د مذهبي چارو د وزارت تر سرپرستۍ لاندې د جبري مذهب بدلولو په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال حافظ طاهراشرفي وویل، په پاکستان کې پر داسې موضوع خبرې کول اسانه کار نه دی، په اسلام کې جبر نشته، نو بیا ولې په زور د مذهب بدلولو تور لګول کېږي. اسلام ته اړول؟طاهر اشرفي وويل، دا د واده يا تعلق خبره ده او اسلام ته سپکاوى کېږي، د هغو نجونو ثبوت دې وړاندې شي، چې په زوره اسلام ته اړول کېږي، که کومه نجلۍ په زوره اسلام قبوله کړي او واده وکړي، له نجونو سره ولاړ يم.

هغه وويل د غير مسلم د لور تحفظ ماته تر خپلې لور زيات ګران دى، د پاکستان آئين، قانون او مذهب هر چا ته د برابر ژوند حق ورکوي.

Leave a reply