د پاکستان او ایي ایم ایف د پلاوي د لیدنې اعلامیه خپره شوه

باغي ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د پاکستان او ایي ایم ایف د پلاوي د لیدنې اعلامیه خپره شوه.
د بيان ترمخه د پاکستان پلاوي مشري د خزانې وزير اسحاق ډار او د آئي ايم ايف د پلاوي مشري مشن چيف نيتن پورټر کوله۔
په پاکستاني پلاوي کې د مملکت وزيره عائشه غوث پاشا، د خزانې سيکرټري، د سټيټ بينک ګورنر، د ايف بي آر چيئرمېن، د وزيراعظم مرستيال طارق باجوه او طارق پاشا ګډون کړی وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د IMF پلاوي سره په لیدنه کې د اقتصادي او مالي پالیسیو بیا کتنه او د نهم کتنې د بشپړولو لپاره د اصلاحاتو په اړه خبرې وشوې.
په غونډه كښې د خزانې وزير آئي اېم اېف ته په بېلا بېلو څانګو كښې د اقتصادي پالېسۍ او اصلاحاتو، د مالي خسارې پوره كولو لپاره د اسعارو د تبادلې نرخ او د انرجۍ سكټور كښې د اصلاحاتو په اړه بريفنګ وركړو۔
د بيان ترمخه د پاکستان او آئي اېم اېف ترمينځه ملاقات کښې د مالي خسارې پوره کولو لپاره په اقداماتو هم خبرې اترې شوي ولې د توانائي په شعبه کښې د قرضونو ختمولو لپاره د اصلاحاتو او د لوئې کچي کميټې په جوړولو خبرې شوي دي۔
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې پاکستان د آئي ايم ايف پروګرام بشپړول غواړي او پاکستان به د نولسمې جائزې لپاره هر ممکنه مرسته ورکوي۔
د آئي ايم ايف مشن چيف نيتن پورټر وئيلي دي چي زه اميد لرم چي پاکستان به د نهم جائزه مکملولو لپاره ضروري ګامونه پورته کړي او اميد لرم چي پاکستان به د آئي ايم ايف سره په مختلفو شعبو کښي پر وخت اصلاحاتو باندي کار کوي۔






