د هند ګوتم اډاني له اوږدې مودې وروسته د نړۍ د لسو شتمنو کسانو له نوملړ څخه وتلی او که دا کمښت همداسې دوام وکړي، ډېر ژر به د اسیا د تر ټولو بډایه کس له نوملړ څخه ووځي.

0
212

باغي ټي وي رپورټ
د هند ګوتم اډاني له اوږدې مودې وروسته د نړۍ د لسو شتمنو کسانو له نوملړ څخه وتلی او که دا کمښت همداسې دوام وکړي، ډېر ژر به د اسیا د تر ټولو بډایه کس له نوملړ څخه ووځي.

د بلومبرګ میلیاردر انډیکس له مخې یوازې په پنځو ورځو کې ګوتم اډاني د نړۍ د شتمنو کسانو په نوملړ کې له څلورم ځای څخه ۱۱م ځای ته تللی او په درېیو کاري ورځو کې یې شخصي شتمني ۳۴،۶ میلیارده ډالره کمه شوې ده.
ګوتم اډاني اوس مهال د 84.4 ملیارد ډالرو سره په 11 ځای کې دی او د هغه سیال مکیش امباني د 82.2 ملیارد ډالرو سره 12م ترټولو بډایه شخص دی.

د اډاني ګروپ شرکتونه هم له درانه زیانونو سره مخ دي او د دوی د بازار ارزښت له 68 ملیارد ډالرو څخه ډیر کم شوی دی.

د ګوتم اډاني په شتمنۍ کې د چټک کمښت لامل د جنوري په 25 د هینډنبرګ لخوا خپور شوی راپور و چې د امریکایی لنډ پلورونکي شرکت لخوا خپور شو.

راپور کې ویل شوي چې اډاني ګروپ د لسیزو راهیسې د سټاک مارکيټ لاسوهنې او محاسبې درغلۍ سکیمونو کې ښکیل دی.

Leave a reply