د اسلام اباد ځايي محکمې د توشه خانې په قضیه کې پر عمران خان د فرد جرم لګولو پرېکړه کړې ده

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد ځايي محکمې د توشه خانې په قضیه کې پر عمران خان د فرد جرم لګولو پرېکړه کړې ده.

اليکشن کميشن د عمران خان خلاف د جنايي کاروائي ريفرنس عدالت ته استولې دې۔

د اسلام اباد ايډيشنل سيشن جج ظفر اقبال د توشه خانه ريفرنس کې د عمران خان خلاف د مقدمې اورېدنه وکړه په کوم کې چې عدالت عمران خان ته نن په شخصي صلاحيت کې طلب کړی ؤ خو هغه حاضر نه شو.
عدالت په عمران خان د فرد جرم لګولو فيصله کړې ده کومه ورځ چې د فرورۍ په اوومه نيټه ټاکلې شوې ده ولې عدالت د پي ټي آئي چيئرمين ته د شل زره روپو د مچلکو جمع کولو حکم ورکړے دے۔

عدالت د عمران خان وکيل علي بخاري وکيل نه پوښتنه وکړه چې د عمران خان د وکيل واک چرته دی؟ په دې اړه علي بخاري وويل، پنځه دقيقې وخت ورکړئ، بيرسټر ګوهر عدالت ته رسېږي.علي بخاري عدالت ته وويل چې مونږ په تيره اوريدنه کې دعمران خان ميډيکل سرټيفيکټ وړاندې کړى ؤ، په دې اړه عدالت وويل چې نن به پاور آف اټارني جمع کوي.

د اورېدنې په مهال د الېکشن کمېشن وکيل وويل تر څو چې لنډ بانډونه نه وي راغلي د وکيل واک نه شي ورکولی.بلخوا د عدالت په کوټه کې د عمران خان او د اليکشن کميشن د وکيلانو ترمينځ لفظي شخړه شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载