د پنجاب د نگران وزيراعلي محسن نقوي په لارښوونه د لاهور نه پېښور ته د طبي ټيمونو لېږلو پرېکړه شوې ده

0
123

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د پنجاب د نگران وزيراعلي محسن نقوي په لارښوونه د لاهور نه پېښور ته د طبي ټيمونو لېږلو پرېکړه شوې ده.

د پنجاب نګران صحت وزير ډاکټر جاويد اکرم د پيښور ليډي ريډنګ هسپتال ډاکټر عامر خان سره رابطه کړي او د هر قسمه مرستي وړانديز ئي کړي دي۔

د ډاکټر جاوید اکرم په وینا د پروفېسر کامران په مشرۍ کې د برن یونټ ۱۳ کسیزه ډله د لاهور له جناح هسپتال نه پېښور ته روانه ده چې ژوبلو ته به دواګانې، وینه او نورې طبي سهولتونه ورکول کېږي.

ده ووئيل د برن يونټ ټيم به د پېښور په چاودنه كښې د ژوبل شويو كسانو ښه علاج يقيني كړي۔
د پيښور پوليس لائنز چاودنه کښې د شهيدانو شميره 93 ته رسيدلې ده۔

د پوليسو په وينا د پېښور په چاودنه کې د ټپيانو شمېر ۲۲۱ تنو ته رسېدلی او تر اوسه د ۹۳ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی دی.

Leave a reply