د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) پلاوي ترمنځ خبرې اترې پیل شوې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) پلاوي ترمنځ خبرې اترې پیل شوې.
د پاکستان او آئي ایم ایف تر مینځ نهم ریویو مشن د عمل درآمد بیا کتنه کوي او د پلاوي مشري د آئي ایم ایف مشن مشر ناتن پورټر کوي.
د پاکستان او IMF تر منځ به د فبرورۍ تر دوهمې نیټې پورې تخنیکي خبرې اترې روانې وي او ورپسې به د فبرورۍ له ۳مې نه تر ۹مې نیټې پورې پالیسي خبرې اترې کېږي.
د IMF پلاوي سره خبرې اترې چې د جنورۍ له 31 څخه د فبروري تر 9 پورې به دوام وکړي، دا به معلومه کړي چې څومره نوي مالیات لګول کیږي او څومره غیر مالیاتي اقدامات کوي.په تخنیکي خبرو کې به پاکستان پلاوي ته د اصلاحاتو او د آی ایم ایف د غوښتنو د عملي کېدو په اړه بریفنګ ورکوي.
د پاليسۍ په کچه خبرو کې به پاکستان د اقتصاد په برخه کې د ستونزو او د هغو د حل په اړه خپله تګلاره وړاندې کوي او د رعایت غوښتنه به کوي.
IMF د پور پروګرام بحالولو لپاره د څو ګامونو غوښتنه کړې او پاکستان باید د ډیفالټ مخنیوي لپاره په هر حالت کې د IMF پروګرام بحال کړي.






