بنکنګ کورټ د بهرني ممنوعه فنډنګ کیس کښې د عمران خان عبوری ضمانت کښې توسیع کړې ده.
باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: بنکنګ کورټ د بهرني ممنوعه فنډنګ کیس کښې د عمران خان عبوری ضمانت کښې توسیع کړې ده.
د اسلام آباد په بنکنګ کورټ کښې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران په ضد د ممنوع فنډ فنډز کيس اورېدنه وشوه چې پکښې عدالت ته د ويډيو لينک له لارې د عمران خان د حاضريدو غوښتنه شوې وه چې عدالت مسترد کړې ده۔
عدالت د عمران خان په عبوري ضمانت کې تر ۱۰مې فرورۍ پورې غځولو سره خبرداری ورکړی چې که عمران خان د فبرورۍ په ۱۰ مه حاضر نه شو نو ضمانت به یې منسوخ شي او که د فبرورۍ په ۱۰مه کومه نوې درخواست راوړو هڅه وکړه نو ضمانت به یې منسوخ شي.
ياده دې وي چې د دې نه وړاندې د اسلام آباد بنکنګ کورټ د ممنوع الخروج فنډنګ کيس کښې د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان عبوري ضمانت د جنورۍ تر 31مې نيټې پورې غځولې وه۔