پي ټي ائي په پښتونخوا کې په ۹۰ ورځو کې دننه د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د پیښور هایی کورټ ته مراجعه وکړه

باغی ټي وي رپورټ
پيښور: پي ټي آئي د خيبرپښتونخوا هائيکورټ ته رجوع کړيده چي په ۹۰ ورځو کښي دننه په خيبرپښتونخوا کښي ټولټاکني ترسره کړي۔
د تحريک انصاف صوبايي مشرانو په دې لړ کښې پيښور هائي کورټ کښې درخواست جمع کړے وو چې پکښې دا فيصله شوې وه چې د اسمبلۍ منحل کېدو نه پس دې په ٩٠ ورځو کښې دننه انتخابات وشي خو تر دې دمه د انتخاباتو نېټه نه ده ورکړې شوې .
په درخواست کې ويل شوي چې د قانون له مخې د اسمبلۍ له منحل کېدو وروسته په ٩٠ ورځو کې دننه د ټاکنو ترسره کول د حکومت دنده ده.
د هائي کورټ نه بهر ميډيا سره خبرو کښې پخواني صوبائي وزير عاطف خان اوويل چې د انتخاباتو کولو لپاره هائي کورټ کښې درخواست دائر کړے شوے دے، په وخت انتخابات کول د آئين ضرورت دے، په آئين کښې ليکل شوي دي چې انتخابات دې په 90 ورځو کښې وشي. د ولسي جرګې له منحل کېدو وروسته، خو تر اوسه والي هغه نېټه نه ده ورکړې، چې دا يو غير قانوني اقدام دی.
هغه وویل چې هغه نه پوهیږي چې ولې PDM له ټاکنو څخه تښتي، سرپرست کابینه غیر سیاسي ده خو داسې ښکاري چې دا د PDM کابینه ده.
ياده دي وي چي پي ټي آئي هم په هائي کورټ کښي په پنجاب کښي ۹۰ ورځو کښي دننه انتخاباتو کولو درخواست جمع کړے دے





