د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان بني ګاله ته د تللو فیصله کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان بني ګاله ته د تللو فیصله کړې ده.
دسرچينو ترمخه عمران خان به په راتلونکو څو ورځو کې بني ګاله ته ځي دکوم لپاره چې دبني ګاله په خپل کور کې دامنيت زياتولو تيارۍ روانې دي.سرچينې وايي، د عمران خان د شخصي امنيت د زياتولو پرېکړه شوې، چې له مخې به يې له يوه شخصي شرکت څخه خدمات اخيستل کېږي.
دسرچينو ترمخه په بني گالا کې دعمران خان لپاره 2 ځانگړې بلټ پروف کمرې جوړې کړل شوي دي.