په پېښور کې د نننۍ چاودنې له امله به نن په ټوله صوبه کې يو ورځ ماتم وي.

0
50

باغی ټي وي رپورټ
په پېښور کې د نننۍ چاودنې له امله به نن په ټوله صوبه کې يو ورځ ماتم وي.

نگران وزيراعلي محمد اعظم خان په صوبه کښې د يو ورځني ماتم اعلان کړے دے۔ نن به په خیبر پښتونخوا کې ملي بیرغ رپیږي.

اعظم خان وويل حکومت د شهيدانو دکورنيو په غم کې برابر شريک دى، صوبائي حکومت به متاثره کورنۍ يواځې نۀ پريږدي.

ياده دې وي، چې د پوليسو لاين جومات کې د ماسپښين د لمانځه پر مهال د ځانمرګي بريد له امله د جومات د امام او پوليسو په ګډون د شهيدانو شمېر ۷۲ ته رسېدلى او تر ١٤٠ زيات ټپيان شوي دي.
د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی، د چاودنې له امله د جومات دوه پوړيزه ودانۍ ويجاړه شوې، د امنيتي چارواکو په وينا بريدګر د لمونځ کوونکو په لومړي کتار کې و، چې له ملبې لاندې يې درې کسان را ايستل شوي دي. وېره ده چې د ژغورني عملیات د درنو ماشینونو په مرسته روان دي.

Leave a reply