ټام ویسټ د افغانستان په اړه پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي

ټام ویسټ د افغانستان په اړه پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي
پاکستاني لوري دغو خبرو کې ژمنه کړې، چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره به کار کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي وركړي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېسټ به د افغانستان پر وروستیو پرېکړو د مشورې لپاره پاکستان جرمني او سویس ته سفر وکړي.
(2023 / 1 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان پر مسایلو پاکستاني چارواکو سره غږېدلی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا تېره شپه په یوه ټویټ کې لیکل شوي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ اسلام آباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له پلاوي سره د افغانستان په تړاو خبرې کړي.
دوی ویلي، چې د امریکا ځانګړي استازي د بهرنیو چارو د مرستیال اسد محمد خان په مشرۍ پلاوي سره په اسلام آباد کې لیدلي او دواړو لورو دغه لیدنه کې د سیمې پر حالاتو خبرې کړي.
پاکستاني لوري دغو خبرو کې ژمنه کړې، چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره به کار کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي وركړي.
اړوند موضوعات:
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېسټ به د افغانستان پر وروستیو پرېکړو د مشورې لپاره پاکستان جرمني او سویس ته سفر وکړي.






