د پېښور په پوليس لاين جومات کې پرون ورځ د ماسپښين د لمانځه پر مهال د ځانمرګي بريد د ٢٧ تنو شهيدانو د جنازې لمونځ ادا شو.
باغی ټي وي رپورټ
د پېښور په پوليس لاين جومات کې پرون ورځ د ماسپښين د لمانځه پر مهال د ځانمرګي بريد د ٢٧ تنو شهيدانو د جنازې لمونځ ادا شو.
د شهيدانو په جنازه کښې کور کمانډر پيښور، آئي جي پوليس، کمانډنټ ايف سي ګډون اوکړو۔
ياده دې وي چې د پېښور په پوليس لائنز جومات کې د ماسپښين د لمانځه پر مهال د ځانمرګي بريد له امله د جومات د امام او پوليسو په ګډون د شهيدانو شمېر ٥٩ ته رسېدلى او تر ١٤٠ زيات ټپيان شوي دي.
په چاودنه کې وژل شوي ۸ پولیس افسران د چارسدې اړوند دي. د شهيدانو په فهرست کښې ډي ايس پي، ايف آر پي عرب نواز هم شامل دي۔
د راپورونو له مخې د پېښور په چاودنه کې د ډېرو ټپيانو حالت نازک دی، د چاودنې له امله د جومات دوه پوړيزه ودانۍ نړېدلې ده.
امنیتي چارواکي وايي، بریدګر د لمونځ کوونکو په لومړي کتار کې و، د جومات له ملبې لاندې درې کسان را ایستل شوي، لا هم تر خاورو لاندې د ګڼو کسانو د موجودیت وېره شته، د ژغورنې عملیات په درندو ماشینریو سره دوام لري.