دکورنيو چارو وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې کالعدم ټي ټي پي زمونږ په يو گاونډي دوست هيواد کې خوندي ځالې لري، هغوي هلته ناست دي او پلانونه جوړوي او دلته راځي او په ډير آرامۍ سره بریدونه کوي.

باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې کالعدم ټي ټي پي زمونږ په يو گاونډي دوست هيواد کې خوندي ځالې لري، هغوي هلته ناست دي او پلانونه جوړوي او دلته راځي او په ډير آرامۍ سره بریدونه کوي.
نن د جيو نيوز پروګرام له شاهزيب خانزاده سره خبرو کې رانا ثناءالله وويل چې د اقدام کولو وروستو چې کله کالعدم ټي ټي پي ته دا احساس شي چې دوي دلته محفوظ نه دي نو د پولې ها خوا ځي چرته چې هغوي ته تحفظ حاصل وي.
هغه وویل چې موږ باید له افغان حکومت سره خبرې وکړو ځکه هغوی نه یوازې له موږ بلکې ټولې نړۍ سره ژمنه کړې چې اجازه به ورنکړي چې د دوی له خاورې استفاده وشي.
داخله وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان د تصفيې پاليسۍ غلطه ثابته شوې، دا سوچ هم غلط دى چې هغوي د افغان طالبانو نه جدا دي او ځان به آئين او قانون ته تسليموي.
هغه وويل اوس برعکس پاليسي اختيارول کيږي چې په هر قيمت به بريالي کيږي.
ياده دې وي چې د پېښور په پوليس لائنز جومات کې د ماسپښين د لمانځه پر مهال د ځانمرګي بريد له امله د جومات د امام او پوليسو په ګډون د شهيدانو شمېر ٥٩ ته رسېدلى او تر ١٤٠ زيات ټپيان شوي دي.د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی، د چاودنې له امله د جومات دوه پوړيزه ودانۍ ونړېده، د امنيتي چارواکو په وينا بريدګر د لمونځ کوونکو په لومړي کتار کې و، چې له ملبې لاندې يې درې کسان را اېستل شوي دي. جومات. وېره ده چې د درنو ماشینونو په مرسته د ژغورنې عملیات روان دي.
د دغې چاودنې پړه کالعدم تحريک طالبان پاکستان منلې ده.






