د پیښور سی سی پی او محمد اعجاز وایی چې امکان شته چي حمله کونکي په سرکاري ګاډي کښي راغلي وي
باغی ټي وي رپورټ
د پېښور ښار د پوليسو افسر (سي سي پي او) محمد اعجاز خان وايي، چې د پوليس لاینز کې رامنځته شوې پېښه ځانمرګى بريد ښکاري.
سي سي پي او پيښور محمد اعجاز خان جيو نيوز سره خبرو کښې اوويل چې د پيښې له ځايه د مبينه خودکش حمله کونکي سر هم موندلې شوې دې ولې د چاودنې نوعيت به د امدادي کاروائي نه پس معلوم شي۔
هغه وويل چې بريد کوونکى ښايي په پولیس لاینز کښې له وړاندې موجود وي، دپوليسو په ليکو کې د ايف آر پي، ايس ايس يو، سي ټي ډي په ګډون له اتو څخه دزياتو يونټ دفترونه موجود دي.سي سي پي او پيښور وئيلي دي چي پوليس لائنونو ته هره ورځ د ۱۵۰۰ نه تر دوه زره پوري اهلکار راځي او ځي دا هم امکان شته چي حمله کونکي په سرکاري ګاډي کښي راغلي وي۔
هغه زياته کړه، چې د جومات تالار زوړ و، چې په کې بيمونه وو، د جومات پاتې برخه نوې جوړه شوې وه، له تالار څخه د چاودنې له امله څپې راوتلې، اور لګېدنه هم زيانمنه شوې، د جومات دېوال ړنګ شوى او د سي ټي ډي چارواکي پلټنې کوي.
ياده دې وي چې د پېښور په پوليس لائنز جومات کې د ماسپښين د لمانځه پر مهال د ځانمرګي بريد له امله د جومات د امام او پوليسو په ګډون د شهيدانو شمېر ٥٩ ته رسېدلى او تر ١٤٠ زيات ټپيان شوي دي.د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی، د چاودنې له امله د جومات دوه پوړيزه ودانۍ ونړېده، د امنيتي چارواکو په وينا بريدګر د لمونځ کوونکو په لومړي کتار کې و، چې له ملبې لاندې يې درې کسان را اېستل شوي دي، په جومات کښې د درنو ماشینونو په مرسته د ژغورنې عملیات روان دي.
دا خبره مهمه او د یادونې وړه ده چې د دغه ځانمرګي برید پړه کالعدم تحريک طالبان پاکستان منلې ده.