په اسلام آباد کښې پاک افغان د ځوانانو ټولنې د سیوري لاندې یوه غونډه شوې ده

0
268

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کښې د آي آر ایس (انسټیټیوټ آف ریجنل سټډیز اسلام آباد) او د پاک افغان د ځوانانو د ټولنې د سیوري لاندې د یو لوی غونډې تابیا شوې ده، په دې غونډه کښې د ملک نه اهم سیاسي او دفاعي کارپوهان ویناکوي او په افغانستان کښې د رامخې ته شوي سیاسي بدلون په اړه هم خبرې کوي.

یاده دې وی چې د پاک افغان د ځوانانو ټولنه د تیر ډیر وخت نه د سلمان جاوید په مشرې کښې د پاکستان او افغانستان د ځوانانو ، سوداګرانو، خبریالانو او د سیاسي خلقو یوه ټول شموله جرګه او غونډه ده چې وخت سره سره په بیله بیلو راپیښو مسلو او ستونزو غونډې تابیا کوي او ددې ستونو هواریدل د خبرو اترو له لارې را ویستل غواړي.
د نن په جرګه کښې هم یو شمیر کارپوهان ګډون کوي او په افغانستان کښې د راپیښ سیاسي بدلون ، په افغانستان کښې د تل پاتې امن راوستلو او ددې سیاسي بدلون په پاکستان باندې د اثراتو په اړه خبره شي.
یاده دې وي چې د پاک افغان د ځوانانو د ټولنې مشرتوب سلمان جاوید کوي، هم ددې ټولنې په وجه د اګسټ په میاشت کښې په پایه تخت اسلام آباد کښې د پاکستان او افغانستان د خبریالانو او د فلم صنعت سره تړلي اهکارو شرکت وکړو او په افغانستان کښې ی په راپیښو ډیر ستونزو او مشکلاتو باندې ټینګار وکړو.
د پاکستان او افغانستان د خبریالانو دې لوی جرګې ته د د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري هم خپله وینا وکړه او د افغانستان په اړه ی د پاکستان دریځ یو ځل بیا تکرار کړو او وی ویل چې پاکستان د اول نه په افغانستان کښې امن او ترقي غواړي ځکه ، ده اوویل چې د افغانستان امن او خوشحالي په پاکستان کښې د امن او خوشحالۍ ضمانت ورکوي.

Leave a reply