وزيراعظم شهباز شریف ویلي چې هغه كسان چې د الله تعالى په كور كښې د عبادت كوونكو وينه تويوي هغه مسلمان نه شي کیدلې

0
124

باغي ټي وی رپورټ

وزيراعظم شهبازشريف دپيښور پوليس لائن کښي شوي ترهه ګرئ نه پس په بيړني دوره پيښور ته رسيدلي دي .
په دي موقع آرمي چيف جنرل سيد عاصم منير د وزيراعظم هرکلے اوکړو چي پکښي ورسره ددفاع وزير خواجه محمد آصف، د اطلاعاتو وزير مريم اورنګزيب او سلاکار وزير هم موجود وو۔ وزيراعظم سره انجينئر امير مكم هم موجود وو۔ وزيراعظم شهباز شريف ته د کور کمانډر پيښور لخوا د ترهه ګرۍ د عواملو او محرکاتو په اړه بريفنګ ورکړے شو.
په دغه مهال د خيبر پښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل پوليس لائنز کښې د ځانمرګي بريد په اړه د ابتدائي تحقيقاتو رپورټ وړاندې کړو۔
وزيراعظم ته په پوليس لائنز کښې د ځانمرګي بريد سي سي ټي وي فوټيج هم وښودل شو۔
. د غونډې ګډونوالو د پوليس لاين په بريد كښې د شهيد شويو كسانو لپاره د فاتحې خواست وكړو او د ژوبل شويو كورنيو سره يې د خواخوږۍ څرګندونه وكړه او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره يې دعا وكړه.

په دې موقع وزيراعظم ووئيل ترهګر د پاكستان د دفاع په ذمه وار ادارو باندې حملې كولو سره د وېرې او ترهه ګرۍ فضا پېدا كولو ناوړو كوششونه كوي كومې به چې د رياست او قامي اتحاد په مضبوطۍ سره شنډ كړے شي۔
وزیراعظم اوویل چې د پاکستان اولس د ترهگرۍ په ضد سترې قربانۍ ورکړي دي، د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نۀ ځي . وزيراعظم وويل دترهه گرۍ ضد ادارو، پوليسو استعداد اؤ سهولتونه به زيات کړل شي.
مونږ به په پوره قوت او جامعیت سره د نیشنل ایکشن پلان تطبیق یقیني کړو.
بلخوا وزيراعظم شهبازشريف د پيښور ليډي ريډنګ هسپتال دوره کړې او د پوليس لائنز ژوبل شوي کسانو سره ئې د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده۔

په دې موقع وزيراعظم ووئيل هغه كسان چې د الله تعالى په كور كښې د عبادت كوونكو وينه تويوي هغه مسلمان نه شي کیدلې۔
هغه اوویل چې څوک چې دا جنایتونه کوي د الله سبحانه وتعالی له غذاب څخه به خلاص نشي. وزيراعظم د زخميانو لپاره د غوره طبي اسانتياو د برابرولو هدايات هم وكړل۔
له دې سره هم مهاله لومړي وزیر ویلي، چې د اسلام په نوم د لمانځه پر مهال پر جوماتونو او بې ګناه وګړو برید تر ټولو ناوړه عمل دی. د پاکستان خلکو د افراطیانو د بې اساسه ایډیالوژۍ اصلي څېرې او هغه عناصر چې د دین غلط تفسیر کوي، رد کړي دي.
دا ډول بزدلانه بریدونه د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ ملي هوډ نه شي کمزوری کولی.

وزیراعظم ژمنه ږکړه چې د بې ګناه وګړو په دغه برید کې ککړ عناصر او د هغوی تسهیل کوونکي به د قانون منګولو ته وسپاري.

Leave a reply