پیښو سره د مبارزې وزارت: کنړ او تخار ولایتونو کې نیږدې ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې کړي.
پیښو سره د مبارزې وزارت: کنړ او تخار ولایتونو کې نیږدې ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې کړي.
30 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت پخپله یوه تازه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې یاد د یاد وزارت په همغږۍ کونړ او تخار کې د OHW او DRC مؤسسو نیږدې ۴۰۰ کورنیو سره مرستې کړي.
خبر زیاتوي چې د DRC موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، په یاد ولایت کې ۴۸ بېوزله، معلولینو او د کونډو کورنیو ته له سروې وروسته د موظف پلاوي په شتون سره په مجموع کې ۱ میلیون او ۱۵۸ زره نغدي مرستې ووېشلې.
او همدا راز د OHW موسسې د تخار ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په همکارۍ د دغه ولایت په نمک اب ولسوالۍ کې د سړې هوا او سختې واورې له امله زیانمنو شویو ۳۰۵ کورنیو سره نغدي او غیر خوراکي توکي وویشل.
اړوند موضوعات
پیښو سره د مبارزې وزارت میدان وردګ سیدآباد کې نیږدې ۱۰۰ کورنیو سره مرستې کړي.
خبر زیاتوي په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۴ زره ۳۰۵ افغانۍ نغدي او ۵ کمپلې ورکړل شوې.