د هند فلمی هنرمند سنیل شیټهي د پاکستان ټي وی خبر رد کړې دې

باغي ټي وی رپورټ
د نوي لسیزې سوپر هټ اداکار سنیل شیټي چې لور یې اتیا شیټي د جنوري په 23 د هند د مشهور کرکټر KL راهول سره واده وکړ.
په هند او پاکستان کې د دې واده تود هرکلی وشو او تاوده خبورنه هم خپاره شول.
د اتیا شیټي د واده عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول، په یوټیوب کې هم د پاکستان یو لوی چینل خبرونه خپاره کړل چې د اتیا شیټي په واده کې د بالیووډ ګڼو ستورو برخه اخیستې وه او هغې ته یې ګران بیه ډالۍ ورکړې، خو د سنیل شیټي ویاند وايي چې د بالیووډ هیڅ یو شخصیت نه ددوی لور په واده کښې ګډون نه دې کړې او نه ی ورته قیمتي ډالۍ ورکړي دي.
هغه زیاته کړه چې په واده کې یوازې نږدې خپلوانو ګډون کړی وو.
له IPL وروسته، سنیل شیټي به خپل بالیووډ همکاران او د کرکټر ملګري د اتیا استقبال ته بلنه ورکړي وه. په دې توګه د پاکستاني چینلونو په ګډون په هند کې ټول یوټیوب او دا ډول خبرونه خپاره شول.
په یاد ولرئ چې اتیا شیټي د مشهور کرکټر کی ایل راهول سره واده کړی. اتیا او راهول د واده په عکسونو کې ډیره ښکلي ښکاري.






