د پولیسو لاین جومات کې له ځانمرګي برید وروسته لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پېښور ته رسېدلي دي

0
143

باغي ټي وی رپورټ
د پولیسو لاین جومات کې له ځانمرګي برید وروسته لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پېښور ته رسېدلي دي.

د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله، د دفاع وزير خواجه آصف او د اطلاعاتو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب هم وزيراعظم سره موجود دي۔

وزيراعظم شهباز شريف او د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير ليډي ريډنګ هسپتال ته لاړو او د ژوبل کسانو عيادت يې وکړو. د پېښور چاودنې په اړه بېړنۍ غونډه هم رابللې شوې، د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب وايي، په غونډه کې به د نننۍ پېښې انګيزه او د پېښور د چاودنې د لومړنيو پلټنو راپور وړاندې کېږي او د ټولو اړخونو په اړه به وزيراعظم ته بريفنګ ورکول کېږي. چاودنې ته

ياده دي وي چي د پيښور د پوليس لائنز په جومات کښي شوي ځانمرګي بريد کښي د شهيدانو شميره 32 ته رسيدلي او د 140 نه زيات ژوبل شوي دي۔

د ليډي ريډنګ روغتون وياند په چاودنه کې د ۱۸ پوليسو په ګډون د ۳۲ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی او تر ۱۴۰ ډېر کسان ټپيان شوي چې د ډېرو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.

Leave a reply