د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د الېکشن کمېشن خلاف د نفرت خپرولو په مقدمه کې په عدالتي ريمانډ جېل ته لېږل شوی دی

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د الېکشن کمېشن خلاف د نفرت خپرولو په مقدمه کې په عدالتي ريمانډ جېل ته لېږل شوی دی.
فواد چوهدري د دوه ورځو جسماني ريمانډ مکمليدو نه پس د جوډيشل مجسټريټ وقاص احمد راجا عدالت ته وړاندې کړے شو۔
د اورېدنې په مهال د پي ټي ائي مشر وکيل فيصل چوهدري عدالت ته خواست وکړو چې د فواد چوهدري لاسونه دې خلاص کړل شي.
ورسته جوډيشل مجسټرېټ وقاص احمد راجه فواد چوهدري په جوډيشل ريمانډ جېل ته استولو حکم جاري کړو۔
تر دې وړاندې عدالت فواد چوهدري ته د مقدمې اورېدنې لپاره په ۱۱:۳۰ بجو د حاضرېدو امر کړی و.






