د اسلام اباد پولیسو نن د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د وژنې د سازش په قضیه کې د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ رشید راغوښتې دې

0
73

باغی ټي وی رپورټ
د اسلام اباد پولیسو نن د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د وژنې د سازش په قضیه کې د کورنیو چارو پخوانی وزیر شیخ رشید راغوښتې دې

د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د جنورۍ په ۲۷مه نېټه تور لګولی وو چې پخواني صدر اصف علي زرداري زما د وژلو لپاره ترهګرو ته پيسې ورکړې او په دې سازش کې طاقتورې حلقې هم شاملې دي. په دې اړه پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د عمران خان پر ضد د لس اربه روپو دعوا کړې او ثبوتونه يې غوښتي دي.

بل لوري ته د اسلام اباد پوليسو په همدې موضوع د کورنيو چارو پخوانى وزير شيخ رشيد هم د ريکارډ سره احضار کړى دى.

ياده دې وي چې شيخ رشيد هم په يوه خبري غونډه کې پر پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د عمران خان د وژلو په سازش تورن کړ.

Leave a reply