دپوليسو لاين جومات کې دځانمرگي بريد دشهيدانو شميره 32ؤ ته رسيدلې اؤ 140ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي

باغی ټی وی رپورټ
پيښور: دپوليسو لاين جومات کې دځانمرگي بريد دشهيدانو شميره 32ؤ ته رسيدلې اؤ 140ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
د ریسکیو په وینا د پېښور په صدر پولیس لائن سیمه کې د جومات دننه چاودنه شوې، د چاودنې غږ دومره زورور و چې تر لرې یې اورېدل شوی، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي، چې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي او په سیمه کې هم د ډزو غږونه اوریدل شوي دي.
ریسکیو وینا ده چی د چاودنی نه پس ریسکیو اهلکار موقع ته رسیدلي او ژوبل کسان ئي نژدي هسپتال ته منتقل کړي دي ولی د قانون نافذ کونکي ادارو اهلکار هم موقعې ته رسیدلي او سکيورټي اهلکارو سیمه کلابنده کړې ده.
د ليډي ريډنګ روغتون وياند په چاودنه کې د ۱۸ پوليسو په ګډون د ۳۲ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی او تر ۱۴۰ ډېر کسان ټپيان شوي چې د ډېرو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د ليډي ريډنګ روغتون مديريت وايي، چې په روغتون کې د وينې سخته اړتيا ده، له ښاريانو غوښتنه شوې، چې څومره وينه ورکړي.
د ډپټي کمشنر وینا ده چې په لیډي ریډنګ هسپتال کښې ژوبل کسانو ته د او نیګیټیو وینې سخت ضرورت دی نو د او نیګیټیو وینه لرونکي کسان دې ژر تر ژره وینه ورکړي.
د ژغورونکو سرچینو له مخې چاودنه د پولیسو لاین په جومات کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال شوې چې له امله یې په جومات کې ګڼ لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.
عيني شاهدان وايي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې په جومات کې د لمانځه د ادا کولو په حال کې وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د چاودنې له امله د جومات د چت د نړېدو له امله د ګڼو کسانو د خاورو لاندې کېدو وېره هم شته.
امنیتي چارواکي وايي، چې د پولیسو په لیکو کې چاودنه یو ځانمرګی برید و او ځانمرګی د جومات په لومړي کتار کې و او د لمانځه پر مهال یې ځان ته چاودنه ورکړه.
له چاودنې وروسته د جومات چت راښکته شوی او جومات نړېدلی دی.
دسرچينو ترمخه دپوليسو لاين صدر سيمه په ريډ زون کې ده کومه حساسه سيمه گڼل کيږي چې سره نزدې يې حساسې ودانۍ دي، په دغه سيمه کې دپيښور پوليس مشر اؤ ډي آئي جي دفتر هم په پوليس لائنز کې دى اؤ دجي سي ټي ډي دفتر هم دى.
پيښور کښې ميډيا سره خبرو کښې اعجاز خان اوويل چې پوليس لائنز جومات کښې د لمانځه په مهال د ځانمرګي بريد امکان نه شي ردولې۔
سي سي پي او وويل دپوليسو په لاين کې ددغه شان پيښې څخه دامنيت دکمي ښکار کيږي، دچاودنې له امله دمسجد مرکزي هال تباه شوى دى خو دچاودنې په اړه به څه ويلو وخت وي.
نگران وزيراعلي امدادي کاروائي چټکولو هدايات کړي دي
د خېبر پښتونخوا نګران اعلی وزیر اعظم خان د پېښور له چاودنې وروسته په روغتونونو کې د بېړنیو حالاتو د لګولو او د مرستو د چټکولو لارښوونه کړې ده.
د وزیراعظم شهباز شریف غندنه
وزيراعظم شهباز شريف او د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د پېښور چاودنه په کلکه غندلې ده.
په يو بيان کې وزيراعظم شهبازشريف دپيښور بمي چاؤدنې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دالله جل جلاله په وړاندې د سجدې کولو په مهال دمسلمانانو بې رحمانه وژنه دقرآني تعليماتو خلاف کار دى، دالله پاک کور په نخښه کول ددې ثبوت دى چې بريدکوونکي اسلام سره هيڅ تعلق نۀ لري.
وزيراعظم وويل ترهه گر د پاکستان ددفاع فرض ترسره کوونکو په نښه کولو سره وېره پيدا کول غواړي، د پاکستان په ضد جگړه کوونکي به د صفحې نه ختموي او هغو کسانو ته به عبرت ورکوي چې د بې ګناه خلکو وينې تويې کړي.
ده ووئيل د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره ټول ملت او ادارې يو او متحد دي، ټول ملت خپلو شهيدانو ته درناوى كوي۔
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان غندنه
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د چاودنې غندنه کړې او وئيلي ئې دي چې د هغه دعاګانې د متاثره خاندانونو سره دي۔
هغه وويل، د ترهګرۍ د مخ په زياتېدونکي ګواښ سره د مقابلې لپاره، اړينه ده چې موږ خپل استخبارات ښه کړو، پوليس په لازمو وسايلو سمبال کړو.






