دپوليسو لاين جومات کې ځانمرګي بريد کې د١٧ پوليسو په ګډون ١٨ کسان وژل شوي دي

0
90

باغی ټی وی رپورټ
پيښور: دپوليسو لاين جومات کې ځانمرګي بريد کې د١٧ پوليسو په ګډون ١٨ کسان وژل شوي دي.

د ریسکیو په وینا د پېښور په صدر پولیس لائن سیمه کې د جومات دننه چاودنه شوې، د چاودنې غږ دومره زورور و چې تر لرې یې اورېدل شوی، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي، چې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. په سیمه کې هم غږونه اوریدل شوي دي.

ریسکیو وینا ده چی دچاودنې نه پس امدادی اهلکار موقعې ته رسیدلې او ژوبل کسان نزدې هسپتال ته رسولی شوې ولې د قانون نافذ کونکو ادارو اهلکار هم موقعې ته رسیدلې او سیکورټی اهلکارو سیمه کلابنده کړې ده.

د ليډي ريډنګ روغتون وياند په چاودنه کې د ١٧ پوليسو په ګډون ١٨ کسان وژل شوي او تر ٩٠ زيات ټپيان دي، چې د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.

د ليډي ريډنګ روغتون مديريت وايي، چې په روغتون کې د وينې سخته اړتيا ده، له ښاريانو ی غوښتنه کړې چې دوی دې ټپیانو ته وينه ورکړي.

Leave a reply