هند په سرینګر کې د آل جماعتي حریت کانفرنس دفتر تړلی دی

باغی ټی وی رپورټ
هند په سرینګر کې د آل جماعتي حریت کانفرنس دفتر تړلی دی.
د كشمير ميډيا سروس له مخې د هند NIA ډلې تيره ورځ د حريت كنفرنس دفتر سيل كړے وو، د نوي ډيلي د عدالت لخوا د دفتر ودانۍ د سيل كولو امر شوې وو۔
پرون د جماعت حریت کانفرنس د دفتر د سیل کولو غندنه وکړه او میرواعظ عمر فاروق وویل چې د حریت دفتر د یو اړخیز عدالت په حکم سیل شوی دی.
ده ووئيل د بشري حقونو تنظيمونه دې په جيلونو كښې د ټولو كشميري مشرانو او کارکنانو د اوږدې نظربندۍ نوټس واخلي۔





