پاکستان ته د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سفر وځنډول شو

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: پاکستان ته د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سفر وځنډول شو.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب ویلي، ټاکل شوې وه چې د متحده عربي اماراتو شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د پاکستان په دوره راشي، خو د خرابې هوا له کبله وځنډول شو.
هغه وویل، ټاکل شوې د متحده عربي اماراتو له جمهور رئیس سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه بحثونه وشي، چې اوس به د هغه سفر یو ځل بیا پیل شي.






