پيپلز پارټۍ د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان ته قانوني نوټس استولې دې
باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: پيپلز پارټۍ د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان ته قانوني نوټس استولې دې۔
د پخواني صدر اصف زرداري لخوا پخواني وزيراعظم عمران خان ته د لس اربه روپو هرجلې قانوني نوټس لېږل شوی چې پکې هغه ته په ۱۴ ورځو کې دننه د غير مشروطه بښنې غوښتل شوي دي.
فاروق ایچ نائیک د پخواني صدر اصف زرداري په استازیتوب یو قانوني نوټس لیږلی چې پکې ویل شوي چې د جنورۍ په ۲۷ نیټه عمران خان په ملي میډیا کې په خپله وینا کې پخوانی صدر اصف زرداري تورن کړی و چې د اصف زرداري لخوا ورته د مرګ ګواښونه کیږي. د عمران خان د وژلو پلان یې جوړ کړی دی.
په قانوني نوټس کې وئيل شوي دي چې په دې لړ کې عمران خان مضبوط ثبوتونه لري؟ دا یو بشپړ تور او توهین دی، دې ډېر شکونه پیدا کړي، نو عمران خان باید عدالت ته واضح موقف ورکړي او ثبوتونه دې وړاندې کړي.
نوټس کې زیاته شوې چې که عمران خان بښنه و نه غواړي نو د هغه شهرت ته د رسیدو زیان دې جبران شي. ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان تيره ورځ په خپله وينا کښي تور لګولي وو چي يو پلان سي جوړ کړے شوے دے چي تر شا ئي اصف زرداري دے، ده سره د کرپشن ډيري پيسي دي، هغه غوښتل چي ما ووژني، دا پيسي يو کس ته ورکړي دي۔ ترهګریز سازمان.