د الېکشن کمېشن په ضد د نفرت خورولو په مقدمه کښې عدالت د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري ته په 11:30 بجو د وړاندې کولو امر کړی دی.

0
172

باغی ټی وی رپورټ

د الېکشن کمېشن په ضد د نفرت خورولو په مقدمه کښې عدالت د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري ته په 11:30 بجو د وړاندې کولو امر کړی دی.
د اسلام آباد جوډيشل مجسټرېټ وقاص احمد راجه د ضلعي او سيشن عدالتونو د اليکشن کميشن په ضد د نفرت ډک بيان کيس سماعت کوي۔

د فواد چوهدري وکيل بابر اعوان، فيصل چوهدري او د فواد چوهدري مېرمن حبا چوهدري عدالت ته رسېدلي دي. د دې نه علاوه د پي ټي آئي مشر خرم نواز او سېنېټر شهزاد وسيم هم عدالت ته رسېدلي دي۔

د اورېدنې په مهال بابر اعوان د جوډيشل مجسټرېټ وقاص احمد راجا سره خبرې وکړې او ويې ويل چې د مقدمې اورېدنه دې لږ زر وشي، چې په ځواب کې قاضي وويل فواد چوهدري به د مقدمې اورېدنه 11:30 بجې کوي.

جوډيشل مجسټرېټ فواد چوهدري ته په 11:30 بجو عدالت ته د حاضرېدو هدايت وکړو او پلټني افسر ته يې امر وکړو چې د فواد چوهدري ميډيکل ترلاسه کړي او رپورټ دې وړاندې کړي.

Leave a reply