لاهور هائي کورټ پنجاب کښې د انتخاباتو نيټې لپاره د پي ټي آئي درخواست اوریدنې لپاره منظور کړې دې
باغی ټی وی رپورټ
لاهور هائي کورټ پنجاب کښې د انتخاباتو نيټې لپاره د پي ټي آئي درخواست اوریدنې لپاره منظور کړې دې۔
د لاهور هائي کورټ جسټس جواد حسن په پنجاب کښې د انتخاباتو د نيټې ورکولو په اړه د پي ټي آئي د درخواست اورېدنه وکړه چې پکښې د پي ټي آئي لخوا بيرسټر علي ظفر وړاندې شو او د پارټۍ مشر اسد عمر هم عدالت کښې موجود وو.
د پي ټي آئي وکيل دليل ورکړو چې د پنجاب اسمبلۍ منحلولو نه پس ګورنر ته د انتخاباتو نيټې اعلانوي، ټولټاکنې دې په ۹۰ ورځو کې وشي، اول دې اليکشن کميشن په دې کې ګوند جوړ کړي.
عدالت پوښتنه وکړه چې ایا تاسو گورنر ته دانتخاباتو نیټې ورکولو غوښتنه کړې ده؟بیرسټر علي ظفر وویل چې اساسي قانون وایي چې والي باید خپله آئیني وظیفه سرته ورسوي.جسټس جواد وویل مونږ به معلومه کړو چې څوک انتخابات ترسره کړي.
د اورېدنې په مهال عدالت اسد عمر ته روسټرم ته راوبللو او هغه ته يې د آئين مقدمه لوستلو هدايات وکړو په کومه چې اسد عمر د آئين تمثيل ولوستلو.
بيرسټر علي طافر دريځ خپل کړ چې دقانون له مخې والي په ٩٠ ورځو کې دانتخاباتو دترسره کولو لپاره مکلف دى او والي ته مو ليکلي وؤ خو عمل نۀ دى شوى.
په دې اړه محکمې وویل چې موږ د پاکستان د ډیموکراسۍ لپاره مبارزه کوو.
وروستو عدالت په پنجاب کې دانتخاباتو دتاريخ په اړه دپي ټي ائي درخواست اوريدلو اجازه ورکړه.
عدالت د پنجاب ګورنر پرنسپل سيکرټري او اليکشن کميشن ته نوټس جاري کولو سره سماعت تر دريم فرورۍ پورې ځنډولې دې۔
د اسد عمر بیانوروسته د عدالت اورېدنې وروستو په ټوېټر خپل يو بيان کې اسد عمر وويل د نن ورځې عدالتي کارروايۍ واضحه کړې ده چې صوبايي انتخابات به په ۹۰ ورځو کې کېږي، دا چې وارد شوي حکومت څومره هم د تېښتې هڅه کوي.