پاکستان چیف جسټس دې د پینډورالیکس په خپله نوټس واخلي
باغي ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامی پاکستان مشر سیراج الحق په لاهور منصوره کښې یوې خبري غونډې ته په وینا کښې ویلي دي چې د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس دې د هغه سیاستدانو او نور مشرانو په ضد کاروایی وکړي چې په پینډورا لیکس کښې ی نومونه راغلي دي.
سیراج الحق اوویل چې د پاناما لیکس په اړه هم مونږ په سپریم کورټ کښې لیکل شوې مقدمه درج کړې وه، د کسانو په ضد خو کاروایی وشوه خو بیا بنده شو.
دوی غوښتنه وکړه چې په پینډورا لیکس کښې چې د چا هم نومونو راغلي دي ، د پاکستان چیف جسټس دې د هغه کسانو په ضد کاروایی وکړي، دوی دا هم غوښته کړې چې د چا نومونو چې په پینډورا لیکس کښې راغلي هغوی دې استعفی ورکړي.