«هره ورځ دوه میلیونه ډالر له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کیږي»

د پاکستان ګمرک کې ځينو سرچېنو بیزنس ریکارډر ورځپاڼې ته ویلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته هره ورځ دوه میلیونه ډالر قاچاق کیږي.
بیزنس ریکارډر د راپور له مخې هره ورځ د تورخم او چمن له لارې ۱۵زره کاریګر افغانستان ته اوړي او له ۱۰ تر ۳۰زره پورې ډالر له ځان سره وړي. همدا راز د ډالرو قاچاق کې د ټرکونو موټرچلوونکي هم لاس لري.
د راپور له مخې ډیره برخه ډالر په راولپنډۍ ښار کې اخیستل کیږي او بیا افغانستان ته قاچاق کیږي. په پېښور کې کارخانو او چوک یادګار صرافیو کې ډالر د قاچاق لپاره اخیستل کیږي.
بیزنس ریکارډر د راپور پر اساس د ګمرک مسوولینو هغه صرافیو چاپې اچولې دي چې امریکايي ډالر افغانستان ته قاچاق کوي.
دا په داسې حال کې چې د پاکستان د عوایدو مرکزي بورډ شاوخوا دوه اونۍ وړاندې افغانستان ته د ډالرو د قاچاقو راپورونه رد او بې اساسه وګڼل.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان په بازارونو کې یو ډالر په ۱۷۰ کلدارې تبادله کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان په بازارونو کې د یوه ډالر بیه آن تر ۱۸۲ کلدارې رسیږي چې د دواړو هېوادونو د بازارونو تر منځ ۱۲ کلدارې توپیر ښيي.
څو ورځې وړاندې د کندهار صرافانو ویلي وو چې له پاکستانه هره ورځ میلیونونه کلدارې په قاچاقي لارو راوړل کیږي، ډالر پرې اخیستل کیږي او بېرته دغه هیواد ته لېږدول کیږي چې دغه چارې د ډالر مقابل کې د افغانۍ ارزښت غورځولی دی.






