په هند کې له مسلمانانو سره د مودي حکومت او هندو افراطیانو دښمني خپل اوج ته رسېدلې

0
241

باغی ټي وي رپورټ
په هند کې له مسلمانانو سره د هندو افراطیانو دښمني خپل اوج ته رسېدلې ده.

د هند د مهاراشترا ایالت حکومت په ممبۍ کې د ټیپو سلطان په نوم د باغ نوم د بدلولو امر کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې د ممبۍ پارک يوازې تېر کال د ټيپو سلطان په نوم ونومول شو، خو د هندوانو د اعتراض له امله د دغه باغ د نوم د بدلولو امر شوى دى.
مخکې، د مهاراشترا حکومت د اورنګ آباد ښار نوم سمباجي نګر او د عثمان آباد ښار دارا شیوا ته بدلولو منظوري ورکړې وه.

د مودي حکومت د فیض آباد نوم ایودیا ته او الله آباد په پریاگراج بدل کړی، په داسې حال کې چې د پخوانی حیدراباد دکن ایالت مشهور ښار حیدراباد ته هم اشاره ورکړل شوې چې خپل نوم به “بهاګیا نګر” ته بدل کړي.

Leave a reply