د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د نړيوال مالياتي ادارې آئي ايم ايف شرطونو پوره کولو لپاره پټرول او ډيزل زيات ګران کړے شوي او ډالر هم د آئي ايم ايف د شرطونو مخې ته پريښودل شوي دي۔

0
80

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د نړيوال مالياتي ادارې آئي ايم ايف شرطونو پوره کولو لپاره پټرول او ډيزل زيات ګران کړے شوي او ډالر هم د آئي ايم ايف د شرطونو مخې ته پريښودل شوي دي۔

د جيو نيوز پروګرام نوي پاکستان کښې د خبرو په مهال رانا ثناءالله وئيلي دي پخواني حکومت د آئي ايم ايف تړون مات کړ، د معاهدې ماتولو له وجې آئي ايم ايف مراعات ورکولو ته تيار نه دي۔

ده ووئيل چې نواز شريف هيڅكله نه غوښتل چې د يوې روپۍ بوج هم په اولس ور واچول شي، د مفتاح اسماعيل فيصله د حكومت ده۔د انتخاباتو په اړه رانا ثناءالله وويل چې په انتخاباتو کې به هيڅ ډول ځنډ نه وي، عام انتخابات به په اکتوبر 2023 کې کېږي، د صوبايي اسمبلۍ انتخابات يو آئيني مسله ده، که انتخابات د اپرېل په مياشت کې وشي نو د قانون له مخې به انتخابات وشي. اساسي قانون، نو دوی به ونیول شي، موږ به ونه منو.

هغه وویل چې دا خلک د هیواد د خرابولو لپاره کمپاین کوي، موږ هرکله چې ټاکنې ترسره کیږي چمتو یو.

د فواد چوهدري په کیس کښې داخله وزیر وویل ایا مونږ فواد چوهدري باندې شل کلوګرامه هیروئین نیولي دي؟ ايا د فواد چوهدري په ضد مو جعلي مقدمه جوړه کړې ده؟ دا چې هغه د اليکشن کميشن په ضد بيان ورکړے دے نو د اليکشن کميشن سيکرټري د هغه خلاف مقدمه درج کړې ده۔ده ووئيل فواد چوهدري په خپل بيان قائم دے، عدالت ته دې لاړ شې او خبر دې وركړې چې د قانون په دائره كښې به ورسره معامله وشي۔

ياده دي وي چي وفاقي حکومت د پټرولو او ډيزلو په بيو کښي د في ليټر په قيمت 35 روپئ او 35 روپئ اضافه کړي ده۔

Leave a reply