پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د زياتوالي په اړه سخت غبرګون ښودلی دی

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د زياتوالي په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار نن سهار يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال د پټرول او هائي سپيډ ډيزلو په بيو کښې 35 روپې في ليټر او د پټرولو او لائټ سپيډ ډيزل په قيمت کښې 18 روپۍ في ليټر زياتوالي اعلان کړے دے۔
د نفتي توکو د بیو د لوړوالي له امله عامو خلکو پر حکومت نیوکې کړي، خو ټرانسپورټرانو د نفتي توکو د بیو د لوړېدو په اړه د حکومت پرېکړه رد کړې ده.
اوس په دې اړه د تحریک انصاف د مشر عمران خان بیان هم مخې ته راغلی دی.
په ټوېټر خپل بيان کې عمران خان ليکلي، چې فاسد او نا اهله حکومت د ناسم مديريت له لارې د هېواد اقتصاد په خراب حالت کې راوستی او د معاش لرونکو او بې وزلو خلکو ژوند يې تر پښو لاندې کړی دی.
د تحريک انصاف چيئرمېن زياته کړې چې د پټرولو او ډيزلو په بيه کې د في ليټر په کچه ۳۵ روپۍ زياتوالی راغلی او د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ۲۶۲ روپۍ ۶۰ پېسې ته رسېدلی دی.
Total mismanagement of our economy by a corrupt & incompetent imported govt has crushed masses & salaried class with latest hike in petrol & diesel prices & Rs33/$ devaluation to Rs262.6/$. Elec & gas price hike & 35% unprecedented inflation expected with Rs200bn mini budget.
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) January 29, 2023
عمران خان په خپل ټويټر ليکلي چې د 200 اربه مني بجټ کې د 35 فيصده انفلاسيون اټکل کيږي، د بجټ او ګيس په نرخونو کې د زياتوالي امکان هم شته.





