بیلا کښې ترافیکي پیښه کښې د مړو شمیره ۴۲ کسانو ته ورسیده

0
99

باغی ټي وي رپورټ
لسبیلا: بیلا چینکي سټاپ ته څیرمه د مسافر وړونکي کوچ په کنده کې د غورځیدو له امله ۴۲ تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ژغورونکو سرچينو له مخې، مسافر وړونکي کوچ په کندې کې له لوېدو وروسته اور ولګېد، د ژغورنې عملياتو په ترڅ کې د ١٢ کسانو مړي را ايستل شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیس وايي، مسافر وړونکی کوچ له کوټې څخه کراچۍ ته روان و چې په بیلا کې د چینکي تمځای سره نږدې په کندې کې ولوېد او له ټکر سره مخ شو.
په دي اړه اسسټنټ کمشنر بيلا وئيلي دي چي د پيښي ځائي نه د امدادي کاروائي مکمل کړے شوي دي چي تر دي دمه ئي د 42 کسانو مړي راويستلي شوي او دوه ژوبل کسان هسپتال ته رسولي شوي دي۔

اې سي بيلا وايي، چې له حادثې شوي بس څخه موندل شوي زياتره مړي د پېژندګلوۍ وړ نه دي، د جسدونو د پېژندلو لپاره به د ډي اېن اې ټېسټ وشي.

د اسسټنټ کمشنر بیله په وینا په کوچ کې ۴۴ مسافر وو، د ژغورنې عملیات بشپړ شوي، ټپیانو ته لومړنۍ مرستې ورکړل شوي او د لا درملنې لپاره کراچۍ ته لېږدول شوي دي.

Leave a reply