پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د نيول شوي مشر فواد چوهدري مېرمنې حبا فواد چوهدري د لاهور په زمان پارک کې وليدل.

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د نيول شوي مشر فواد چوهدري مېرمنې حبا فواد چوهدري د لاهور په زمان پارک کې وليدل.
د تحريک انصاف د وياند له مخې عمران خان په دې غونډه کې وويل چې له فواد چوهدري سره غير قانوني او ظالمانه چلند د غندنې وړ دى.
ده ووئيل د فواد كورنۍ سره ملاقات نه كول د غندنې وړ دي٬ فواد چوهدري او كورنۍ په سختو حالاتو كښې زړورتيا ښودلې۔






