پاکستان تحریک انصاف اعلان کړی چې د ګوند مشر عمران خان به د قامي اسمبلۍ د ۳۳ څوکیو لپاره په ضمني انتخاباتو کې یوازینی کاندید وي

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف اعلان کړی چې د ګوند مشر عمران خان به د قامي اسمبلۍ د ۳۳ څوکیو لپاره په ضمني انتخاباتو کې یوازینی کاندید وي.
د پي ټي آئي د کور کميټۍ تر غونډې وروسته ميډيا سره خبرو کښې شاه محمود قريشي وويل د کور کميټې او پارليماني کميټۍ غونډه نن د عمران خان په مشرۍ کښې شوې چې پکښې د پاکستان سياسي او اقتصادي صورتحال جاج اخستل شوي۔
هغه وويل، چې د ملي شورا د ٣٣ حوزو په ضمني ټاکنو کې يې د ګډون پرېکړه کړې ده.ده ووئيل عمران خان به په ټولو حلقو كښې كانديد وي او د قامي اسمبلۍ نه خارج شوي غړي به د كانديدانو په توګه خپل كاغزات جمع كوي۔
ده ووئيل چې تحريك انصاف به په سياسي ډګر كښې پاتې كېږي، ولس زمونږ سره دى، ولس هم د 17م جولائې په ټاكنو كښې زمونږ په حق كښې فيصله وكړه۔
ياده دي وي چي اليکشن کميشن د قامي اسمبلۍ په 33 خالي سيټونو د ضمني انتخاباتو شيډول جاري کړے دے چي پکښي به د قامي اسمبلۍ په 33 خالي سيټونو ضمني انتخابات د مارچ په 16مه نيټه کيږي چي پکښې به د نامزدګۍ کاغذونه جمع کيږي۔ د فبروري له 6 څخه تر 8 پورې سپارل کیږي.
ياده دې وي چې عمران خان تير کال د جولائي په ١٧ نيټه د قامي اسمبلۍ په ٧ څوکيو انتخاباتو کې برخه اخستې وه او په يوه چوکۍ يې ماتې خوړلې وه.






